د جمرود پولیس د نشه ی توکو په ضد کامیابه کاروائي کښي 36 کلو چرس او 5 کلو هیروئین برآمد کړی شوی او دوه ملزمان ئي نیولی دی

0
191

باغی ټي وي رپورټ
خیبر: د جمرود پولیس د نشه ی توکو په ضد کامیابه کاروائي کښي 36 کلو چرس او 5 کلو هیروئین برآمد کړی شوی او دوه ملزمان ئي نیولی دی.

د تفصيلاتو ترمخه د ضلعي پوليس افسر عمران خان په لارښوونه د نشه يي توکو د کاروباريانو او اسمگلرانو په ضد کاروائي په کاميابئ سره روانه ده، د ايس ايچ او جمرود خالد آفريدي په خفيه اطلاع باندي ايس ايچ او خالد خان او ماجد خان د حوالداري چوکي سره نزدې ناکه بندي کړې وه۔ د تلاشۍ په مهال د شکمن موټر نمبر KTA5333 نه 36 کلو چرس برآمد شول او ملزم زیور شاه نیول شوی دی.

په دويمه کارروائي کښې د جمرود پوليس سټيشن په حدودو کښې د پښتونخوا هوټل مخې ته د ځانګړي ناکه بندي په مهال د شکمن سوزوکي پک اپ نمبر 5113 نه 5 کيلو ګرامه هيروئين برآمد او ملزم بلال نيولے شوې او جمرود حوالات ته منتقل کړے شو،پولیس وایی چې له هغه څخه نورې پلټنې روانې دي.

Leave a reply