د صوبايي حکومت او آئي جي خېبرپښتونخوا معظم جاه انصاري په ځانګړې پام او د سي سي پي او پيښور محمد اعجاز په کوششونو د خيبر پوليس د شهيدانو پشمول يو شمير مستحق اهلکارو لپاره د 9 کروړه روپو نه زياتې مرستې منظورې کړې شوې دي

0
70

باغي ټي وي رپورټ‌
د تفصيلاتو ترمخه په كال 2022ء كښې د پورتنيو افسرانو د خاصو هلو ځلو په نتيجه كښې د خېبر پوليس اهلكارو بهبود لپاره په بېلا بېلو كټګوريو كښې د پېسو منظوري وركړې شوې كومه چې ټولټال 9 كروړه روپو نه زياتې دي په كوم كښې چې 4 كورنيو ترلاسه كړې۔
يو شهيد پيكج او د پخواني ليويز څلور كروړه روپۍ او د خاصه دار شهيدانو وارثانو ته پنځه كروړه درې لاکه روپۍ هم شاملې دي۔
حاضر سروس 9 غازیانو لپاره 3 لاکه، د 2 ژوبل پولیس اهلکارو ته 2 لاکه 70 زره، د خېبر پولیس د 30 ځوانانو کورنیو ته 12 لاکه 75 زره، د خیبر پولیس د درې کانسټیبلانو د زامنو لپاره کلنۍ سکالرشپ، 60000 د ودونو لپاره. د خیبر پولیس لور د دوه کورنیو ته ۷۰۰۰۰, د پيښور پوليس سروس هسپتال او حيات آباد ميډيکل کمپليکس کښي د 55 مريضانو علاج اوکړے شو او د ښار مختلفو هسپتالونو کښي د فلاحي څانګو نه فوکل پرسن مقرر کړے شو کوم چي تل د پوليس اهلکارو او د هغوي خاندانونو په خدمت کښي مصروف وي۔
په دي موقع ضلعي پوليس افسر عمران خان اوويل چي دا د ضم شوي ضلعو په تاريخ کښي اول ځل دے چي يو ضلعي ته په دومره لويه اندازه پيسي د فلاح لپاره ترلاسه شوي دي ولي تير کال هم د خيبر پوليس اهلکارو 101 پيکټه وينه ورکړي وه کوم چي یو ریکارډ دې.
هغوی اوویل چې په نوي کال کې به هم د اهلکارو په ګډون د شهیدانو د کورنیو سره بشپړه مرستې وکړې شي .

Leave a reply