د خېبرپښتونخوا د خبريالانو اتحاديی مشرانو د پوليس افسر لخوا په خبريال سجاد تشدد غندلې دې،مشرانو ویلی چې په خبریال باندې تشدد کولو په وجه ټوله صحافتي ټولنه اندېښمنه ده، په دې کې ککړو چارواکو ته دې سزا ورکړل شي، که نه نو دوی به احتجاج وکړي.د خبریالانو دریځ

باغی ټی وی رپورټ
د خېبرپښتونخوا د خبريالانو اتحاديی مشرلنو د پوليس افسر لخوا په خبريال سجاد تشدد غندلې دې،مشرانو ویلی چې په خبریال باندې تشدد کولو په وجه ټوله صحافتي ټولنه اندېښمنه ده، په دې کې ککړو چارواکو ته دې سزا ورکړل شي، که نه نو دوی به احتجاج وکړي.د خبریالانو دریځ.
د تفصيلاتو ترمخه مردان کښي د ټريفک پوليس بدمعاشي مخ په زياتيدو ده۔
ورځ په ورځ عام خلک د وسلو په زور ځورول کيږي او نن ورځ يو خبريال سجاد کاکړ بې دليله شکنجه کړو او د لوړ پوړو چارواکو سره د تماس نيولو پس په ځواب کښې پوليس چارواکي وايي چې دغه کس ذهني ناروغ دی .
خبریالان وایی چې هغه ته باید سزا ورکړل شي، دا یوه ذهني مسله ده، که دا ذهني مسله وي، ولې یې یونیفورم اغوستی او ولې یې ټوپک ورکړی، نو د دوی او ترهګرو ترمنځ څه توپیر دی؟

د خيبر پښتونخوا د ژورناليستانو اتحاديې په ټولي خبريالانو ټولنه کې د انديښني څپې دي او د خيبر پښتونخوا د خبريالانو د اتحاديې مشر غوښتنه کوي چې نه يوازي پورتني پوليس افسرانو ته سزا ورکړل شی بلکي د عامو خلکو سره د پوليسو ناروا چلند ته هم ځانګړې پام وشي.





