د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د پارټۍ مشرانو ته مهمې دندې سپارلې دي
باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د پارټۍ مشرانو ته مهمې دندې سپارلې دي.
دسرچينو ترمخه عمران خان دپنجاب اسمبلۍ سپيکر سبطين خان، عثمان بزدار، اسلم اقبال، محمود الرشيد او عباس علمدار ته مهمې ذمه وارۍ سپارلې دي.
عمران خان د پارټۍ مشرانو ته هدايات کړي دي چې د جنورۍ د يولسمې نه وړاندې دې د اعتماد رايه واخستلې شي د کوم لپاره چې د پارټۍ مشران دې د اسمبلۍ غړو سره د رابطو عمل زر تر زره مکمل کړي او د باور رايې اخستو وروستو به نور گامونه اخستل کيږي. د ګوند پریکړه
عمران خان ویلي د جنورۍ په نهمه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې دې د غړو سره د تماسونو لړۍ بشپړه شي.
د پي ټي آئي د سرچينو له مخې دا مهال به 3 غړي د اعتماد رايې ته حاضر نه شي، امکان شته چې 3 غړي به د پارټۍ د پاليسۍ خلاف لاړ شي.
دسرچينو له مخې دا مهال پي ټي ائي او (ق) ليگ د١٨٧ غړو ملاتړ لري.