دکورنيو چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي افغانستان پاکستان اؤ نړۍ سره ژمنه کړې چې خاوره به يې دکوم هيواد په ضد نۀ کارول کيږي

0
155

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وايي دقومي سلامتۍ کميټۍ په غونډه کې دپوځ سرلښکر وويل دترهه گرۍ په اړه دې بيان کښې باید وضاحت وکړې شي اؤ غوښتنه يې وکړه چې دتحريک طالبان پاکستان یا نور ترهګریز سازمانونه سره دې خبرې اترې و نۀ شي کولى.
نجي ټي وي سره خبرو كښې رانا ثناء الله ووئيل د ترهه ګرو سره د مذاكراتو په مسله بايد ګډوډ پيغامونه ور نه كړو، د قامي سلامتيا كمېټۍ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د ترهه ګرو تنظيمونو سره به مذاكرات نه كوي۔

دکورنيو چارو وزير وويل که څوک تيري کوونکى وي نو نړيوال قوانين اجازه ورکوي چې دخپل ځان په دفاع کې دهغه مخه ونيسي.

هغه وویل، له افغان حکومت سره به خبرې کوي، د پاکستان کومه سیمه د ترهګرو په واک کې نه ده، ترهګر له افغانستانه راځي او له اقدام کولو وروسته پرېږدي، د ترهګرو په تړاو شواهد به افغان حکومت ته وړاندې کوي.

دکورنيو چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي افغانستان پاکستان اؤ نړۍ سره ژمنه کړې چې خاوره به يې دکوم هيواد په ضد نۀ کارول کيږي اؤ افغان حکومت څخه به غوښتنه کيږي چې پاکستان اؤ نړۍ سره خپله ژمنه پوره کړي.

Leave a reply