امريکا د اسراييلو له صدراعظمه غوښتي چې د فلسطین سپېڅلو ځايونو د حيثيت د ساتلو په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي

باغی ټي وي رپورټ
امريکا د اسراييلو له صدراعظمه غوښتي چې د فلسطین سپېڅلو ځايونو د حيثيت د ساتلو په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي.
د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، امریکا په بیت المقدس کې د سپېڅلو ځایونو د حیثیت د ساتنې لپاره په کلکه ولاړه ده، هر ډول یو اړخیز اقدام چې د بیت المقدس مقدساتو ته خطر پېښوي، د منلو وړ نه دی.
ویاند وویل چې امریکا غوښتنه کوي چې د اسراییلو لومړی وزیر د سپیڅلو ځایونو د ساتلو په اړه په خپلو ژمنو ودریږي.
له بلې خوا اسراییلي چارواکي وايي چې لومړی وزیر نتنیاهو د الاقصی جومات د حیثیت د ساتلو هوډ لري او هغه د الاقصی جومات د احاطې ساتلو ته ژمن دی.د يادونې وړ ده چې د اسراييلو د ښي اړخې د ملي امنيت وزير ايټمار بن ګوور په کلکو امنيتي تدابيرو کې الاقصی جومات ته پاروونکی سفر کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اسرائیلي وزیر د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د الاقصی جومات شاوخوا ګرځېدلی، چې د دغه سفر پر مهال دې اسرائیلي وزیر عبادت کړی وي.
څو ورځې وړاندې اتامر بن ګویر الاقصی جومات ته د خپل سفر اعلان وکړ، چې پر مهال یې د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر او پخواني لومړي وزیر یایر لاپید خبرداری ورکړ، چې د اتامر بن ګوېر دغه سفر به تاوتریخوالي ته لمن ووهي.الاقصی جومات ته د اسرائیلو د ملي امنیت د وزیر ایتامار بن ګویر د سفر په اړه د نړۍ مسلمانانو سخته غوسه څرګنده کړې ده.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت الاقصی جومات ته د اسرائیلو د وزیر سفر په سختو ټکو وغانده او ویې ویل، الاقصی جومات ته د اسرائیلو د وزیر سفر یو فوق العاده پاروونکی او د کړکېچ د زیاتېدو خطر ناک عمل دی.





