د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مجلس وحدت المسلمین له مشرتابه سره تماس نیولی دی

0
107

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مجلس وحدت المسلمین له مشرتابه سره تماس نیولی دی.

پي ټي ائي د ايم ډبليو ايم مشرتابه ته ويلي چې ايم ډبليو ايم د 2014 راهسې اتحاد دی، اتحاد بايد مات نه شي.

ياده دي وي چي ايم ډبليو ايم فيصله کړي ده چي د پنجاب اسمبلۍ غړې سيده زهرا نقوي به پرويز الهي ته د اعتماد رايه نه ورکوي۔د ايم ډبليو ايم د سرچينو له مخې، پي ټي آئي د MWM د انديښنو د حل لپاره دوه کسيزه کميټي جوړه کړې ده.

سرچينې وائي چې په کميټۍ کې به صوبائي وزير ميا اسلم اقبال اؤ مونس الاهي هم شامل وي اؤ دبهرني هيواد څخه دمونس الهي دراتللو وروستو به کميټۍ د ايم ڈبلیو ايم له مشرتابه سره ليدنه کوي.

Leave a reply