دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند نيډ پرائس وئيلي دي چې دترهه ګرۍ په ضد دفاع کول دپاکستان حق دى
باغی ټي وی رپورټ
دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند نيډ پرائس وئيلي دي چې دترهه گرۍ په ضد دفاع کول دپاکستان حق دى، پاکستاني اولس دترهه گريزو بريدونو سخت زيانونه زغملي دي.
په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال نید پرائس وویل، له طالبانو باید وغوښتل شي چې خپلې ژمنې پوره کړي، نه دا چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ د ځالې په توګه وکاروي.
نید پرائس ویلي چې موږ دا ارزوو چې د طالبانو د پرېکړو پر وړاندې څه ډول ګامونه واخیستل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خبرداری ورکړ چې دوی مخکې هم ویلي چې د امریکا له خوا به ځواب ورکړل شي.