کرزی: پاکستان دې د څو لسیزو په پالیسیو له سره غور وکړي   

0
95

کرزی: پاکستان دې د څو لسیزو په پالیسیو له سره غور وکړي 

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د وروستۍ غونډې په اړه ويلي : “د پاکستان خلک د افغانستان همسایه وروڼه دي خو د پاکستان اوسني حالات او نا امنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو پالیسیو نتیجه ده.“

 

(2023 / 1 / 4    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

حامد کرزي د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د خپلو تېرو څو لسیزو پالیسي باندې له سره عمیق غور وکړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د وروستۍ غونډې په اړه ويلي : “د پاکستان خلک د افغانستان همسایه وروڼه دي خو د پاکستان اوسني حالات او نا امنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو پالیسیو نتیجه ده.“

اړوند موضوعات:

 توماس ویسټ په متحده عربي اماراتو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي

حامد کرزی له نا امنۍ سره د موثرې او اغېزمنې مبارزې لپاره د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د خپلو تېرو څو لسیزو پالیسي باندې له سره عمیق غور وکړي او بدله یې کړي، له تهدید او زور زیاتي ډډه وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت لپاره، له افغانستان سره د متمدنو او نېکو اړیکو لار خپله کړي.

Leave a reply