د عامې روغتیا وزیر د وزارت د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره لیدلي دي.

د عامې روغتیا وزیر د وزارت د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره لیدلي دي.
3 جنوري 2023
د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکټر قلندر عباد د روغتيا وزارت د يو شمير مسؤولینو سره په ګډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره ليدنه ترسره کړه.
په دې ليدنه کې، د عامې روغتيا وزير ښاغلي عباد د هیواد د عمومي روغتیایي وضعیت، په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو لپاره د عامې روغتیا وزارت طرحې، د روغتیا په برخه کې د عمومي او خصوصي سکتور د مشارکت طرحې، په دولتي روغتونونو کې د دندو ترسره کولو لپاره د متخصصو ډاکترانو هڅولو د روغتونونو د اړتیا وړ اجناسو برابرولو په موخه د تدارکاتي بهیر ساده کولو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي عباد د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل چې په هیواد کې د عامې روغتیا موضوع اهمیت ته په کتو د دې وزارت طرحو او وړاندیزونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ له یو شمیر اهل تشیع علماؤ او مشرانو سره وکتل.
ښاغلي حنفي د عامې روغتیا وزارت مسؤولینو سره په دې ليدنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د دې وزارت د تخصصي او مسلکي برخو د فعالیتونو او کړنو قدراني وکړه او ډاډ يې څرګند کړ چې په دې برخه کې به لا پاملرنه وکړي.






