د سندهه حکومت د منتظمينو د تقررۍ د ځنډولو پرېکړه کړې ده

0
98

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: د سندهه حکومت د منتظمينو د تقررۍ د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

دسرچينو ترمخه د سندهـ حکومت د کراچۍ د ضلع شرقي، کورنګي او حيدراباد ميونسپل کارپوريشنونو د منتظمينو د تقررۍ حکم معطل کولو فيصله کړې چې له مخې به يې درې واړه منتظمين له دندو لرې کړل شي.

سرچينې وايي چې د سندهـ حکومت به د منتظمينو د لرې کولو په معامله کې ايم کيو ايم هم په اعتماد کې اخلي.

اليکشن کميشن د دريو افسرانو تقرر د ضابطو خلاف ګرځولي وو په داسې حال کې چې سنده هائي کورټ تيره ورځ په دې مسله د سندهـ چيف سيکرټري او د لوکل حکومت سيکرټري احضار کړي وو۔

Leave a reply