سپريم کورټ د عمران خان خلاف د الېکشن کمېشن په ضد د توهين عدالت کارروائي جاري ساتلو اجازت ورکړے دے

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: سپريم کورټ د عمران خان خلاف د الېکشن کمېشن په ضد د توهين عدالت کارروائي جاري ساتلو اجازت ورکړے دے۔
سپريم کورټ په خپل حکم کښې وئيلي دي چې اليکشن کميشن دې د عمران خان، فواد چوهدري او اسد عمر خلاف کاروائي جاري وساتي او اليکشن کميشن دې هم د تحريک انصاف د اعتراضونو په اړه د قانون مطابق فيصله وکړي ځکه چې د هائي کورټ نه دي. عدالت د انتخاباتو کمېشن کاروائي نه منع کړې ده۔
عدالتي حکم کښې وئيلي شوي دي چې سنده او لاهور هائي کورټ صرف د حتمي فيصلې جاري کولو نه منع کړي دي، اليکشن ايکټ کميشن ته د عمل کولو اختيار ورکوي۔
عدالت زياته کړه چې تحريک انصاف د کاروائي اختيار کولو برخه چيلنج کړې ده، که چرې موجوده قانون هم چيلنج کړل شي نو د هغې د عملي کېدو مخه نه شي نيولی.
ياده دي وي چي اليکشن کميشن د هائي کورټ لخوا ورکړے شوي حکمنامه سپريم کورټ کښي چيلنج کړي وه۔






