بلدیاتی انتخاباتو او حلقه بندیو په اړه د ایم کیو ایم پاکستان په غوښتنه پرمختګ شوی دی

باغی ټی وی رپورټد
د بلدیاتی انتخاباتو او حلقه بندیو په اړه د ایم کیو ایم پاکستان په غوښتنه پرمختګ شوی دی.
دسرچينو له مخې پخواني صدر اصف زرداري د بلدياتي انتخاباتو اؤ حلقه بندۍ په اړه د ايم کيو ايم پاکستان په غوښتنه د پارټۍ مشرانو سره د مشورې لپاره وخت غوښتى دى.

سرچينې وائي پخواني صدر ايم کيو ايم ته باور ورکړى چې په دوه درې ورځو کې به دا معامله هواره شي. دسرچينو له مخې اصف زرداري وايي ايم کيو ايم زمونږ متحد دى او پاتې به يې شي. تيره ورځ په بلاول هاؤس کراچي کښي د ايم کيو ايم او نورو حکومتي اتحاديانو غونډه اوشوه چي پکښي وفاقي وزير رانا ثناءالله، ملک احمد خان، د سنده اعلی وزير مراد علي شاه او شرجيل ميمن ګډون اوکړو۔

سرچينې وايي په غونډه کې د ايم کيو ايم او پيپلز پارټۍ ترمينځ د حلقه بندۍ په معامله کوم پرمختگ نۀ دى شوى، ايم کيو ايم پاکستان د حلقو په مسله په خپل دريځ ولاړ دى. دسرچينو له مخې د سندهـ حکومت قانوني ډلې بريفنگ کې وويل چې په سمدستي توگه حلقه بندۍ ممکنه نه ده، څلور مياشتې وخت نيسي، په کراچۍ او حيدر اباد کې د بلدياتي انتخاباتو لپاره د اليکشن کميشن فشار دى. ياده دي وي چي متحده قومي موومنټ د بلدياتي انتخاباتو او حلقه بندئ په اړه تحفظات څرګند کړي دي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网