د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي

0
105

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي، افغان حکومت منلې وه چې د دوی خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

خواجه اصف د جيو نيوز پروګرام ‘آج شاهزيب خانزاده’ کې د خبرو پر مهال وويل، د ترهګرۍ پېښې ٥٨ سلنه په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې شوي، په سند او پنجاب کې د ترهګرۍ پېښې ډېرې کمې دي.
خواجه اصف ویلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي، افغان حکومت ورسره هوکړه کړې وه چې د دوی خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي، دوی له افغان حکومت سره په تماس کې دي.

دفاع وزير وويل چې جنرال (ر) باجوه او جنرال (ر) فيض حميد قومي اسمبلۍ ته بريفنګ ورکړى و، په بريفنګ کې د خبرو پس منظر او پرمختګ بيان شوى و، خو کومه نتيجه يې نه درلوده.
ده ووئيل چې عمران خان يو ځل بيا د خپل غم څرګندونه كوي، عمران خان ته په كال 2018 كښې د كوم سياسي انجينئرنګ په اړه كومه خبر نه ده، په پارليمنټ كښې د عدم اعتماد تحريك وړاندې شو، جنرال (ر) باجوه دې سره څه تعلق لري؟ عمران خان پخوانی لومړی وزیر دی، که څه هم قومي مسایل وي، موږ ولسمشر ته ورغلو، موږ ډېره هڅه وکړه چې اجماع رامنځته کړو.

هغه پوښتنه وکړه چې کله عمران خان په واک کې و، مراد علي شاه یې د ملي امنیت څو غونډې کړې وې؟ عمران خان هر څوک ملامتوي، امریکا، ادارې هم ملامتوي.وفاقي وزير زياته كړه چې دوست هېوادونه مرسته كول غواړي، دوي دا هم وايي چې مونږ دې د آئي اېم اېف سره پاتې شو، مونږ د آئي اېم اېف په پروګرام كښې د پاتې كېدو فيصله كړې ده، مونږ ته به سختې پرېكړې کول وی خو به دې اړه هغه اوویل چې مونږ به د متوسطه طبقې او د ټیټ امدن لرونکې طبقې په اړه فکر وکړو چې په دې بار را نه شي.

Leave a reply