په کابل کښې د انګورو سیزن دې

0
353

باغي ټي وي رپورټ
په سوشل میډیا دا تازه تصویرون خپاره شوي چې پکښې ښکاری چې د کابل پایه تخت کابل په شمال علاقه کښې مقامي خلق د انګورو باغ نه انګور را ټولوي اوی یوې ماشومې جینې هم په لاس کښې پاخه انګور نیولي.

د افغانستان انګور په ټوله دنیا کښې یو ځانګړې حیثیت لري چې دا یوه ډیره خوږه ذایقه لري او په دنیا کښې ی خلق خوښوي، افغانستان د تازه او خوشکې میوې دواړو لپاره په ټوله نړې کښې ډیر مشهور دې، وس چې د انګورو سیزن شروع دې نو دې سره زمیداران د خپل خاندان لپاره د انګور خرڅولو په بدله کښې یو وخت دوه وخت ډوډۍ ګټي.
د کابل اوچارچا پیره علاقو زمیدارانو او مقامي خلقو غوښتنه کړې چې وس امریکای او نیټو ځواکونه د ملک نه وتلي دې او د افغانستان سیاسي ګوندونو مشرانو،طالبان او پخواني جهادي مشران دې په شریکه یو داسې حکومت جوړ کړي چې په شریکه کار وکړي او په ټول افغانستان کښې امن او خوشحالي راشي.
په تیر ۴۰ کاله کښې په افغانستان کښې د روس په جنګ، بیا خانه جنګی او د امریکې په افغانستان د شل کاله قبضې په وخت کښې په زرګونو افغانان قتل شوي، میندې کونډې او بورې شوي دې، پیغلې ،ماشومان، ښځې او ځوانان بې کوره شوي او زخمیان شوي دي.

Leave a reply