د ایران درې پوهنتونونه د افغان زده کړو ته د زمینې برابرولو ته چمتووالی ښودلی دی

0
86

د ایران درې پوهنتونونه د افغان زده کړو ته د زمینې برابرولو ته چمتووالی ښودلی دی 

پر دې سربېره د پیام نور پوهنتون رییس ابراهیم طاغزاده هم ویلي، چې دغه پوهنتون چمتو دی چې د روان کال تر پایه پورې ۵۰۰۰ افغان ښځینه محصلین په مخامخ روزنیزو کورسونو کې شامل کړي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ط.البانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست اعلان وکړ چې د افغانستان خصوصي او دولتي پوهنتونونه به تر راتلونکې خبرتیا پورې د افغان ښځو او نجونو پر مخ تړلي وي.

 

(2023  / 1 / 3    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران درې لوړ پوړو پوهنتونونو د افغان ښځینه محصلینو منلو ته چمتووالی ښودلی دی. دغو پوهنتونونو د ط.البانو له هغې پرېکړې وروسته چې په افغان پوهنتونونو کې یې د افغان نجونو پر ورتګ بندیز ولګاوه، خپله پرېکړه اعلان کړه.

په ایران کې هغه پوهنتونونه چې د ښځینه محصلینو د منلو لپاره یې چمتووالی اعلان کړی په تهران کې د الزهرا پوهنتون، په بوزنورد کې د کوثر پوهنتون او په قم کې د حضرت معصومه پوهنتون شامل دي.

د الزهرا پوهنتون ویلي دي چې تر پنځوسو پورې هغه افغان ښځینه محصلین به ومني چې په افغانستان کې په زده کړو کې پاتې راغلي او دوی ته به لیلیه برابره کړي.

په قم کې د حضرت معصومه پوهنتون هم ویلي چې تر ۳۰۰ پورې افغان ښځینه محصلین به مخامخ او ۱۰۰۰ نورې په انلاین توګه ومني او د زده کړو اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

پر دې سربېره د پیام نور پوهنتون رییس ابراهیم طاغزاده هم ویلي، چې دغه پوهنتون چمتو دی چې د روان کال تر پایه پورې ۵۰۰۰ افغان ښځینه محصلین په مخامخ روزنیزو کورسونو کې شامل کړي.

اړوند موضوعات:

د امریکا یړ پوهنتون د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته افغان نجونو ته ۱۰۰۰ وړیا سکالرشیپونه ورکړي دي

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ط.البانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست اعلان وکړ چې د افغانستان خصوصي او دولتي پوهنتونونه به تر راتلونکې خبرتیا پورې د افغان ښځو او نجونو پر مخ تړلي وي.

Leave a reply