د پي ډي ایم حکومت ملک معیشت بحالولو لپاره په پټرولیم لیوی د 70 روپو څخه 100 روپۍ فی لیټر ته لوړولو پلان اعلان کړې
باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د اقتصاد د بحالۍ لپاره پلان جوړ کړی دی.
د جیو نیوز لخوا د اقتصاد بحالولو لپاره د حکومت وړاندیز شوي پلان توضیحات ترلاسه شوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پرون د ملي امنيت کمېټې په غونډه کې د يادې شوې پروژې جزئيات وړاندې شول.د وړانديز شوي منصوبې له مخې هدفي سبسډي به صرف د معاشرې کم عايد لرونکي طبقې ته ورکولې شي، په داسې حال کې چې په پټروليم مصنوعاتو او ګيس باندې د پټروليم ليوي له 70 روپو څخه تر 100 روپو في ليټر لګولو وړانديز شوی دی او د اضافي لګولو تجويز هم دی. د عامو هټیوالو او سوداګرو مالیه، اقتصادي بیا رغونه د پلان برخه ده.
د وړانديز شوي منصوبې له مخې صوبو ته انتقال شوې فنډ به د ګيس او بجلۍ په شعبو کښې د لائن لاسز سره تړلې وي، په داسې حال کښې چې د کرنټ اکاؤنټ خساره به د پټرول، بجلۍ او ګيس راشننګ له لارې پوره کولې شي، د دې نه علاوه به د اربونو روپو د تعينولو تجويز هم وړاندې شي۔ د بازار په اساس د ډالر ارزښت د اقتصادي بیا رغونې په پلان کې شامل دی.