د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه کې د ملک د امنيتي وضعې په اړه مهمې پرېکړې شوې دي

0
189

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه کې د ملک د امنيتي وضعې په اړه مهمې پرېکړې شوې دي. د وزيراعظم په مشرۍ د قامي سلامتيا کمېټۍ غونډه پای ته ورسېده، په غونډه کې د ملي امنيت په اړه مهمې پرېکړې وشوې. د قامي سلامتيا کمېټۍ په غونډه کې وفاقي وزيرانو بلاول بهټو، خواجه آصف، اسحاق ډار، رانا ثناءالله، مريم اورنګزېب، د پوځ سرلښکرانو او د استخباراتي ادارو مشران هم برخه لرله په داسې حال کې چې ډي جي آئي بي او ډي جي ايف آئي اے په غونډه کې ګډون کړی وو. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ملي امنيت کمېټې هوکړه کړې، چې د سولې د دښمنانو پر وړاندې به جدي اقدام کوي.
سرچينه وايي، په دې هم هوکړه شوې، چې د هېواد پر ضد کړنو کې ښکېلو کسانو ته به هېڅ ډول رعایت نه ورکول کېږي.

Leave a reply