سپريم کورټ کښې د سينئر صحافي ارشد شريف قتل کيس د ازخود نوټس سماعت لپاره ټاکلې شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
سپريم کورټ کښې د سينئر صحافي ارشد شريف قتل کيس د ازخود نوټس سماعت لپاره ټاکلې شوې دې.
د چيف جسټس آف پاکستان جسټس عمر عطابنديال په مشرۍ کښې پنځه کسيزه بينچ به د جنورۍ په پنځمه نيټه سماعت کوي۔
د سپريم کورټ رجسټرار اړخونو ته نوټس جاري کړے د کوم له مخې چې لوئر بينچ به د مقدمې اوريدنه د جنورۍ په 5مه نيټه د ماسپښين يو بجه کوي۔
ياده دي وي چي سپريم کورټ د ارشد شريف قتل کيس کښي د خاص جي آئي ټي نه د پرمختګ رپورټ غوښتي دي۔






