د سندهـ د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن وئيلي دي چې د ايم کيو ايم جائزې غوښتنې دې پوره شي

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن وئيلي دي چې د ايم کيو ايم جائزې غوښتنې دې پوره شي، نو د هغوي خدمات به هم لرې کړې شي.
حیدر آباد کښې میډیا سره خبرو کښې شرجیل میمن اوویل چې حلقه بندۍ د الیکشن کمیشن لخوا کیږي او حکومت وړاندیزونه کوي په داسې حال کښې چې د ایم کیو ایم ټولې جائز غوښتنې د سنده حکومت لخوا پوره شوې دي که چرې ایم کیو ایم بیا هم څه انديښنې لري نو دوی به یې د لرې کولو هڅه وکړي، پیپلز ګوند یوازې د مینې په ژبه پوهیږي او په هیڅ ژبه نه پوهیږي.
ه ووئيل د پي ټي آئي خلقو د بلاول بهټو په ضد دروغ ويلي، مونږ د پي ټي آئي له كوم ايم اين اے او ايم پي اے سره رابطه نه ده كړې، فواد چوهدري ته د غلطو تورونو په اړه قانوني نوټس لېږلې شوے۔
صوبائي وزير وويل زياتره صدارتي آرډينينسونه د پي ټي آئي په حکومت کښې راغلي او صدارتي آرډينينسونه هغه وخت راځي کله چې شميرې پوره نه وي، پي ټي آئي سره نمبرونه نه وو او بلونه پاس شوي وو۔






