د پنجاب وزيراعلي پرويز الهي وايي زه په خپله نه پوهيږم چې زه څنګه وزيراعلي شوم.

0
162

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي پرويز الهي وايي زه په خپله نه پوهيږم چې زه څنګه وزيراعلي شوم.

لاهور کښې د پنجاب اسمبلۍ د نوې ودانۍ د پرانستې دستورې په موقع پروېز الهي وئيلي دي چې د ملک په تاريخ کښې په اول ځل پوليس اسمبلۍ ته داخل شول، څه پېښ شول د شرم خبره ده، هغه وایی چې تل د ورورولۍ فضا برقراره ساتلو لپاره هڅې کړي دي.
پرويز الاهي وويل دمسلم ليگ (ن) غدارانو بدمعاشي وکړه، په آسيه بي بي يې یتشدد کړو چې د هغې حالت يې خراب شو، چا چې په اسمبلۍ بريد وکړو هغه په ​​تاريخ يو داغ دی چې تل به پاتې وي ، هغه اوویل چې لکه د پاکستان د تاسیس په وخت کې د ټوټو اورګاډي چې څنګه تباهی راوړه هم د هغه په څیر د مسلم لیګ (ن) اورګاډي د تباهۍ لپاره راځي.

Leave a reply