حکمتیار د اوسني حکومت پر وړاندې د هرې ډلې بغاوت وغاندۀ 

0
164

حکمتیار د اوسني حکومت پر وړاندې د هرې ډلې بغاوت وغاندۀ 

حکمتيار په دغه مرکه کې د نجونو په اړه د سرپرست افغان حکومت له شوې پرېکړې سره مخالفت ښودلی او زیاته کړې یې ده چې ځوان نسل ته باید د زده کړو زمینه برابره شي؛ ځکه په خبره یې خلکو ته د زده کړو د زمينې برابرول د حکومت له فرایضو څخه ده.

 

(2023 / 1 / 2    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له امریکا غږ رسنۍ سره د یوې مرکې پرمهال ویلي، د مقاومت او په نورو نومونو حرکتونه چې د اوسني نظام پر وړاندې کیږي، غندي او دا د هغو کسانو کار بولي چې د ده په خبره پر افغانستان د شوروي له يرغل سره هم همدوی همکار وو.
دغه مرکه کې نوموړي ويلي، چې د افغانستان اوسنی موقت حکومت بايد د يوه واقعيت په توګه ومنل شي، خو ټينګار کوي چې ترڅنګ یې بايد يوه داسې شورا رامنځته شي، چې د حکومت د ارادې تمثيل وکړي.

حکمتيار په دغه مرکه کې د نجونو په اړه د سرپرست افغان حکومت له شوې پرېکړې سره مخالفت ښودلی او زیاته کړې یې ده چې ځوان نسل ته باید د زده کړو زمینه برابره شي؛ ځکه په خبره یې خلکو ته د زده کړو د زمينې برابرول د حکومت له فرایضو څخه ده.

اړوند موضوعات:

حکمتیار: دولت موقت فعلی را باید به عنوان یک واقعیت پذیرفت

حکمتیار د روسانو د یرغل او د ناټو د راتګ په لومړیو کې د حکومت په مخالفت کې قرار درلود، چې وروسته بیا د بین الافغاني خبرو پر مهال د سولې د پروسې په پایله کې له جګړې لاس په سر او کابل کې مېشت شو.

Leave a reply