د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه په صوبه کې د سيلاب ځپلو لپاره د دوه لکه کورونو جوړولو اعلان کړی دی

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه په صوبه کې د سيلاب ځپلو لپاره د دوه لکه کورونو جوړولو اعلان کړی دی.
د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه د صوبايي وزيرانو او انتظاميې سره په کراچۍ ښار کې د بېلا بېلو پرمختيايي پروژو دوره کړې او د کارونو په اړه يې بريفنګ ورکړی او د کارونو د چټکولو هدايات يې ورکړي دي.
ميډيا سره خبرو کښې د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه اوويل چې د سيلاب متاثرينو د بحالۍ کار روان دے، د متاثره کورونو جوړولو لپاره به 300 اربه روپۍ پکار وي چې پکښې نړيوال بينک او وفاقي حکومت هم مرسته کوي۔ موږ.
وزیر اعلی د جوهر چورنګي فلائی اوور تر 23 مارچ او د ریډ لاین یوه برخه د اګست تر 14 پورې بشپړولو نیټه ورکړه.ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل که سياسي گوندونه سره وويني نو هغوي ته کوم اعتراض نۀ دى چې ايم کيو ايم پاکستان به دهغوي اندېښنې دخبرو اترو له لارې هوارې کوي.