د جماعت اسلامي امير سراج الحق د سندهـ وزيراعلي او بلاول هاؤس په لوري د مارچ کولو اعلان کړے دے۔

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي امير سراج الحق د سندهـ وزيراعلي او بلاول هاؤس په لوري د مارچ کولو اعلان کړے دے۔
بدين کې يوې جلسې ته په وينا کې سراج الحق وويل چې نن د بدين له غونډې څخه د تحريک پيل کوم، بلاول تر اسلام اباد پورې د افراطيت پر ضد مارچ کړی و، نن په سندهـ کې اوړه په ١٤٠ روپۍ کلو خرڅېږي، د بهرنيو چارو وزير کېدو وروسته بلاول کله نا کله دورو کوي.
هغوی وويل مونږ به د وزيراعلی او بلاول هاؤس په لور مارچ وکړو، سېلابونو ښارونه وران کړي، زراعت او اقتصاد يې تباه کړی، امیر جماعت اسلام اوویل چې د ولس ميندې او خويندې په سړه هوا کې په سړکونو ناست دي او په يخنۍ کې شپې سبا کوي.
ده ووئيل چې په 14م اګست 1947ء كښې پاكستان آزاد نه شو خو خاوند يې بدل شو، انګرېزان لاړل او د غنمو رنګ مالك راغے، نن خېبرپښتونخوا 900 اربه قرضداره ده، د هېواد بهرنۍ اسعار ختمې شوې۔
دغه راز په حيدراباد کې د لوکل باډي کنونشن ته په وينا کې سراج الحق وويل چې د نشه يي توکو مافيا او د اوړو مافيا په پي ټي اېم او پي ټي ايي کې پناه اخېستې ده، چې بايد په جيل کې واى، هغوى ته يې سناتوران او د اسمبلۍ غړي جوړ کړل.
دوی غوښتنه وکړه چې عمران، شهباز او بلاول دې ځان احتساب ته وړاندې کړي، دوی ټولو توشه خانه لوټ کړې ده.






