د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د خېبرپښتونخوا وزيراعلې ته د قامي سلامتيا کمېټۍ په غونډه کې د ګډون دعوت نه ورکولو په ځواب کښې په حکومت نيوکه کړې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د خېبرپښتونخوا وزيراعلې ته د قامي سلامتيا کمېټۍ په غونډه کې د ګډون دعوت نه ورکولو په ځواب کښې په حکومت نيوکه کړې ده.
فواد چوهدري په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې حكومت د خېبرپښتونخوا وزيراعلي ته د قامي سلامتيا كمېټۍ په غونډه كښې د ګډون بلنه نه ده وركړې چې له دې بې حسه حكومت سره به ناست وي۔
هغه وویل چې د طالبانو مشرتابه یوازې د عمران خان درناوی کوي. هغه زياته کړه، چې ټاکنې يوازې زموږ ستونزه نه ده، دا د پاکستان ستونزه ده، د اقتصاد د ښه والي او د ترهګرۍ د خاتمې لپاره اتفاق رای ضروري ده.
فواد چوهدري وئيلي دي چې د ايم کيو ايم د ډلو ترمينځه د ملاقات نه به پي ټي آئي ته هيڅ نقصان نه وي، داسې ښکاري چې د ايم کيو ايم قيادت د نرسري ماشومانو په لاس کښې دے، د کراچۍ خلک پوهيږي چې دا ټول ولې سره راغونډ شوي دي.ياده دي وي چي د وزيراعظم شهباز شريف په مشري کښي د قامي سلامتيا کميټي غونډه به نن يو ځل بيا کيږي۔
دسرچينو ترمخه په غونډه کې به پوځي او ملکي چارواکي برخه اخلي اؤ د حساسو ادارو چارواکي به د ملک دامنيتي صورتحال په اړه بريفنگ ورکوي.
سرچينې زياته کړې، چې د جمعې ورځې په غونډه کې به د يادو وړانديزونو په اړه مهمې پرېکړې وشي.