عمران خان چې په یوټرن مشهور دې د یوبل خپل بیان څخه ی یوټرن اخستې او د خپل ورکړل شوي بیان څخه ی انکار کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان یو بل یوټر اخستې دې او د خبل ورکړل شوی یو بیان څخه ی رسنیو مخې ته انکار کړې دې.
لاهور کښې خبريالانو سره خبرو کښې عمران خان د چيف اليکشن کمشنر د ميرمنې د پوسټ کولو په اړه خپل بيان واپس اخستې دې او دې بیان نه ی انکار کړے دے۔
عمران خان ویلي چې د چیف الیکشن کمشنر د میرمنې د پوسټ کولو په اړه یې هیڅکله خبرې نه دي کړي، کله کله یې ویلي چې د چیف الیکشن کمشنر میرمنې ته د رشوت په توګه لوی مقام ورکړل شوی دی.
ده دا تور هم ولګاوه چې چيف اليکشن کميشنر دا هر څه د جنرل (ر) باجوه په امر کوي.
ياده دې وي چې عمران خان د جولايي په اتمه نېټه په خوشاب جلسه کې د چيف اليکشن کمشنر د مېرمنې د پوسټ کولو په اړه د خبرو پر مهال ويلي وو چې د چيف اليکشن کمشنر مېرمنې ته داسې چوکۍ ورکړل شوې ده چې پکې ډېرې پيسې ورکولی شي.