د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي چې وفاقي حکومت د پنجاب سېلاب ځپلو سره مرسته نه ده کړې

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي چې وفاقي حکومت د پنجاب سېلاب ځپلو سره مرسته نه ده کړې، مخالفين د سېلاب ځپلو په نوم صرف سياست کوي۔
دپنجاب وزيراعلي وئيلي دي چې صوبائي حکومت دسيلاب ځپلو بحالۍ لپاره 10 اربه روپۍ لگوي اؤ ٣٦زره متاثره کورنو ته دمرستو ادائيگې بشپړې شوې دي.
د ډاکټر ثانيه نشتر او صوبائي وزير ډاکټر ياسمين راشد ترمېنځه د ملاقات په موقع د پنجاب وزيراعلې د سېلاب ریلیف پروګرام کښې د ثانيه نشتر د غوره خدمتونو ستائنه وکړه۔په دي موقع چوهدري پرويز الهي اوويل چي اته ميليونه خاندانونو لپاره ئي د 100 اربه روپو په لګخت د احساس راشن ډسکاؤنټ پروګرام شروع کړي دي۔
ده ووئيل غريب اولس ته امداد ورکول د عمران خان وژن دے كوم چې مونږ عملي كړے۔





