د پاکستان تحريک انصاف مشرانو ميا اسلم اقبال، ډاکټر ياسمين راشد او حماد اظهر وئيلي دي چې خلقو ته وس معلومه شوې ده، هغوی اویل چې خلقو پي ډي ايم مسترد کړې دې

0
174

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشرانو ميا اسلم اقبال، ډاکټر ياسمين راشد او حماد اظهر وئيلي دي چې خلقو ته وس معلومه شوې ده، هغوی اویل چې خلقو پي ډي ايم مسترد کړې دې۔

په لاهور کې د پي ټي آئي د “انتخاباتو ملک بچاؤ” جلسې ته په خطاب کې د پي ټي آئي مشرانو وويل وفاقي حکومت له انتخاباتو څخه تيښته کوي.

ده ووئيل د نن ورځې “انتخابات کرو، ملک بچاؤ” په جلسه کې د لاهور د خلکو په غټه شمېره ګډون دا ثابته کړه چې لاهور د پي ټي آئي مضبوط مرکز ګرځېدلی دی.د پي ټي ائي “انتخاباتي فرياد ملک بچاؤ ريلي” د لاهور له ازادۍ چوک څخه پيل او په يتيم خان چوک پای ته ورسېده.

مظاهره کښي کارکنانو د پارټي بيرغ، پلے کارډونه او بينرونه پورته کړي وو او کارکنانو د پارټي سرودونه هم وهل۔لاريون د داتا دربار سره نزدې راورسيدو نو د ټريفک روانى خرابه متاثره شو او ګڼ شمير ګاډي پکښي بند شول۔
د ” ټاکنو وکړې او ملک وژغورې ” په جلسه کښې د کارکونکو تر منځ د اخ وډب پېښې هم شوې، چې پکې د پي ټي ائي کارکنانو په یو ریکشا چلوونکي تشدد هم کړی، د ریکشا چلوونکي کالي یې وشلول کړي، د ریکشا چلوونکي لاسونو څخه وینه هم روانه شوه.

Leave a reply