۱۷۴ ټن خوراکي توکو مرستې افغان اولس ته ډالۍ شوې

په تورخم پوله نن د خوراکی توکو نه ډک ټرکونه افغان چارواکو ته حواله شو
باغي ټی وي رپورټ
په افغان پوله توله تورخم نن یوه غونډه ترسره شوي، ددې غونډې تابیا مقامي انتظامیه مشرانو او د پاک افغان د همکاري د ټولنې مشرانو کړې وه.
د پاک افغان د همکارۍ ټولنې دغه بشري مرسته چې ۱۷۴ ټنه خوراکي توکي پکښې شامل وو، په ۱۷ ټرکونو کښې افغان اولس ته ډالې کړو، په موقع د افغانستان اسلامی امارت مشر او د افغان کډوالو مرستیال وزیر ارسلان خان هم موجود وو او د خوراکي توکو دغه ډالۍ ی د تورخم پولې چارواکو نه وصول کړه.
په دې موقع افغان چارواکو د پاکستان هیواد او د پاک افغان د همکارۍ د ټولنې غړو او مشرانو شکریه ادا کړه. دوی اوویل چې پاکستان او افغانستان دوه مسلمان ګاونډي هیوادونه دي او پاکستان هروخت د افغان اولس خدمت کړي دې.
رسنیو سره په خبرو کښې د پاک افغان همکارۍ ټولنې مشر حبیب الله خټک اوویل چې دوی په دې سخت وخت کښې د افغان اولس سره دي او دوی به د جنګ ځپلی افغان اولس سره مرستې جاري ساتي. دوی زیاته کړې چې پاکستان او پاکستانۍ اولس ژمنه کوي چې لکه څنګه چې ی وړاندې د افغان اولس مرستي کړي ،دا ځل به هم پاکستان اولس د ځپلی افغان اولس مرستې وکړي.
یاده دې وی چې دې نه وړاندې هم د پاک افغان د همکارۍ ټولنې له طرف نه افغان اولس سره د ۳۰۰ ټنه خوراکي توکو امداد شوې وو او په پاک افغان پوله تورخم دا خوراکي توکي او داروګان افغان چارواکو ته ورکړل شو.

په تورخم پوله د خوراکي توکو نه ډک ۱۷ ټرکونه افغانستان په لور روان دي






