د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د اهل تشیع د ستونزو د حل کمیسیون سره کتلي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د اهل تشیع د ستونزو د حل کمیسیون سره کتلي.
1 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د یاد وزارت وزیر د افغانستان د شیعه ګانو له مشرانو سره د هغوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.
خبر زیاتوي چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د مولوي ذاکر الله قانت په مشرۍ د افغانستان د شیعه ګانو د ستونزو د حل کمېسیون سره ولیدل.
په دغه ناسته کې د اهل تشیع حضراتو په ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې، چې پکې ښاغلي حقاني وویل ټول افغانان سره یو تن او وجود دي.
نوموړي زیاته کړه د افغانستان دښمنان غواړي په یوه او بل نوم د تفرقې په ایجادولو سره خپلې موخې ترلاسه کړي، خو موږ به تل متحد اوسو.
اړوند موضوعات
د کډوالو چارو وزارت ارزګان کې د UNHCR دفتر په همکارۍ سلګونه کورنیو سره نغدي مرسته کړی.
ښاغلي حقاني د دوی ستونزې، مشکلات او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې د اړونده جهتونو سره به یې شریک او د حل په موخه به یې هلې ځلې وکړي.






