د ننګرهار پوهنې رئیس: د تیر په پرتله ښوونځيو کې نوی جذب زيات شوی او د زده کوونکو روزنې ته ښه پاملرنه شوې ده.

0
195

د ننګرهار پوهنې رئیس: د تیر په پرتله ښوونځيو کې نوی جذب زيات شوی او د زده کوونکو روزنې ته ښه پاملرنه شوې ده.

1 جنوري 2023

د ‎ننګرهار د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني وايي چې په دې ولايت کې ۱۴۸ ښوونځي سرپناه، ۳۵۴ د احاطې ديوالونه، ۲۱۲ تشنابونه او ګڼ شمېر نور ښوونځي پاکې اوبه نه لري چې پر مسئولينو او مرستندويه مؤسسو يې د همکارۍ غږ وکړ.

 

نوموړی وايي چې په ښوونځيو کې د کتابونو ستونزه هم لري، چې پوهنې وزارت سره يې شريکه کړې او تمه ده چې دغه ستونزه به حل شي.

 

پوهنې رئیس ننګرهار ملي تلويزيون سره د مرکې پر مهال لاسته راوړنې، ستونزې او غوښتنې شريکې کړې او ډاډ يې څرګند کړې چې د تېر په پرتله په ښوونځيو کې نوی جزب زيات شوی او د زده کوونکو روزنې ته ښه پاملرنه شوې ده.

اړوند موضوعات

د زابل پوهنې رياست ۱۵زره ماشومانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره کړه.

د ننګرهار پوهنې رئیس وايي چې په ښوونځيو کې يې د استادانو او زده کوونکو غير حاضري صفر کړې او د زده کوونکو وړتيا لوړونې او ارزونې په موخه يې ربعواره پرتلنه پيل کړې ده.

Leave a reply