د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان د پيپلز پارټۍ ګوند باندې سختې نیوکې کړي دي

0
119

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان د پيپلز پارټۍ چيئرمېن ته په اشاره کښې وويل بلاول بهټو زرداري صاحب ستاسو ګوند تاريخ کښې کوم کار نه دے کړے بلکه په شهر قائد کښې ی د کرپشن ريکارډونه جوړ کړي دي.

په کراچۍ کې د خبري غونډې په مهال حافظ نعيم الرحمان وويل چې دا خبرې تيره ورځ په وزيراعلي هاؤس کې دپيپلز پارټۍ غونډې ته شوې وې. په یوه دولتي دفتر کې داسې غونډې ته څنګه اجازه ورکړل شوه؟حافظ نعیم د سندهـ په حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې دوی کراچۍ په رسمیت نه پیژني، دوی غواړي پر ښار قبضه وکړي.
د کراچۍ د بلدياتي انتخاباتو په اړه د جماعت اسلامي امير امير مقام وويل چې اليکشن کميشن اختيار لري چې له هر ځايه پرسونل واخستل شي، مونږ غوښتنه کوو چې د بلدياتي انتخاباتو نه وړاندې دې پوځ او رينجرز تعینات کړل شي.

هغه وويل چې دجماعت اسلامي فشار دى نو ځکه بلاول اوس دټاکنو اعلانونه کوي.

Leave a reply