د سندهه ګورنر کامران ټيسوري باندې د بوټ ګوزار شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: ميډيا سره خبرو په مهال د سندهـ په ګورنر کامران ټيسوري باندې د بوټ ګوزار شوې دې.
تيره ورځ د نوي کال د پيل په مناسبت په نمائش چورنګي کښې يوې دستورې ته د وينا په مهال د سندهـ ګورنر کامران تيسوري باندې بوټان وويشتل شول چې ويډيو هم په سوشل ميډيا وائرل شوه.
په ویډیو کې لیدل کیږي چې د سندهـ والي ته نږدې یو بوټ غورځیږي چې له خالد مقبول صدیقي سره ولاړ دی، کامران ټیسوري د بوټ له وهلو ډډه کوي او له پېښې سترګې پټوي او له رسنیو سره خبرې کوي.
په ویډیو کې د ایم کیو ایم پاکستان مشر خالد مقبول صدیقي هم د سندهـ والي سره د بوټونو د ویشتلو پر مهال لیدل کیدی شي.






