د پاکستان خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې پاکستان او هند د ايټمي تاسيساتو فهرستونه تبادله کړي دي

0
211

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې پاکستان او هند د ايټمي تاسيساتو فهرستونه تبادله کړي دي۔

د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاكستان د اتومي تاسيساتو فهرست نن د هند هائي كمېشن استازي ته سپارلې شوے دے۔ په نوي ډیلي کې د پاکستان عالي کمیشنر ته اسانتیاوې.
د معاهدې له مخې پاکستان او هند هر کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د اتومي تاسيساتو نوملړ سپارلی او د ۱۹۹۲ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهيسې د اټومي تاسيساتو لست تبادله کېږي.

د خارجه دفتر وياند ترمخه پاکستان او هند په کال 1988ء کې په ايټمي تاسيساتو د بريدونو د منع کولو په اړه يو تړون لاسليک کړی ؤ.د پاکستان او هند ترمينځه يو تړون موجود دی چې دواړه ملکونه به د اتومي تاسيساتو په اړه خبر ورکوي.
بل خوا د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې د پاکستان او هند ترمينځه يو وخت د بنديانو د فهرستونو تبادله هم د کال 2008ء د قونصلر رسي معاهدې له مخې شوې ده چې له مخې به دواړه ملکونه د جنورۍ په لومړۍ او د جولائي په لومړۍ نېټه د بنديانو فهرستونه تبادله کوي.

د خارجه دفتر وياند له مخې د هند هائي كمېشن ته په پاكستان كښې د 705 هندي بنديانو فهرست وركړې شو چې 51 شهريان او 654 ماهي نیوونکي پکښې شامل دي۔

ویاند وايي، هند په نوي ډیلي کې د پاکستان عالي کمېشنرۍ ته د ۴۳۴ پاکستاني بندیانو نوملړ ورکړی، چې په هغو کې ۳۳۹ پاکستاني اتباع او ۹۵ کب نیونکي په هند کې بندیان دي.

هغه زیاته کړه، هند د ۵۱ ملکي وګړو او ۹۴ کب نیوونکو د ژر خوشې کېدو او بېرته ستنېدو غوښتنه کړې، چې ډېری یې په هند کې پاکستاني بندیانو خپلې سزاوې بشپړې کړي دي.

Leave a reply