صدر ډاكټر عارف علوي د اسلام آباد لوکل گورنمنټ بل له لاسليك پرته بيرته لېږلى دى

0
77

باغی ټي وي رپورټ
صدر ډاكټر عارف علوي د اسلام آباد لوکل گورنمنټ بل له لاسليك پرته بيرته لېږلى دى.

د صدر هاوس څخه په يو بيان کې وئيل شوي چې د اسلام اباد لوکل گورنمنٹ بل ځکه واپس اخستې شو چې د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو دپاره پکار وه ، د وفاقي حکومت د عاجل اقداماتو له امله بلدياتي انتخابات دوه ځله وځنډول شول .
صدر عارف علوي وئيلي دي چې دحکومت دبدنامۍ له امله اسلام اباد کې بلدياتي انتخابات نۀ شي کيدلى.د ٥٠ يونين کونسلونو د محدودولو وروستو اليکشن کميشن د بلدياتي انتخاباتو اعلان د جولائي په 31مه نيټه ترسره کړى ؤ خو د پولنګ نيټې د اعلان باوجود وفاقي حکومت د یونین کونسلونو شمېر ۱۰۱ ته پورته کړی، د یونین کونسلونو د شمېر د زیاتوالي له کبله انتخابات وځنډول شول.

صدر عارف علوي وئيلي دي چې د لوکل گورنمنټ قانون ترمیمي بل له مخې د یونین کونسلونو شمیره 125 ته پورته شوې ده.د ترمیمي بل له مخې د ښاروال او مرستیال ښاروال د ټاکنې طریقه هم بدله شوې، د ټاکنو مهالوېش له اعلان وروسته د ښاروال او مرستیال ښاروال د ټاکنې طریقه هم بدله شوې ده.

Leave a reply