دفوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې پاکستان له يو نازک دور څخه تيریږي، داقتصادي او ترهه گرۍ د چيلنجونو سره دمقابلې لپاره قومي اتفاق ته اړتيا ده

0
94

باغي ټي وي رپورټ
دفوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې پاکستان له يو نازک دور څخه تيریږي، داقتصادي او ترهه ګرۍ د چيلنجونو سره دمقابلې لپاره قومي اتفاق ته اړتيا ده.

د پاک فوځ تعلقات عامه اداري آئي ايس پي آر ترمخه جنرل عاصم منير د پاکستان نيول اکيډمي کراچي کښې د مختلفو کورسونو پاسنګ آوټ پريډ کښې ګډون اوکړو۔

د آئي اېس پي آر ترمخه دستورې ته خپل خطاب كښې آرمي چيف د پاكستان د سمندري سرحدونو محافظ ګرځول كېډټس ته مباركي وركړه او وې ويل چې د ټېكنالوجۍ پرمختګ له وجې سمندري برخه په پرله پسې توګه بدلېږي۔
ده وويل چې سمندري ساحه په پرله پسې ډول بدلون مومي، هماغه سمندري ځواکونه به برلاسي وي چې د جګړې له عصري تمايلاتو سره سمون ولري.

دپوځ سرلښکر وويل په راتلونکي کې به دپاک بحريه کردار مهم وي.

د آئي اېس پي آر ترمخه آرمي چيف په غوره کارکردګي کوونکې کيډټس کښې انعامونه تقسيم کړل۔ قائداعظم گولډ ميډل ليفټيننټ کاشف عبدالقيوم ته ورکړے شو، مډ شپ مين نوفل ملک ته د غوره والي په وجه سوډ آف ميرټ ورکړے شو۔د آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف جنرل عاصم منير د ملير ګيريژن دوره هم اوکړه او آرمي چيف د شهيدانو په قبرونو د ګلونو ګيډۍ کیښودې.

Leave a reply