د نوي کال ۲۰۲۳ په شپه که په نړۍ کښې وګړو خوشحالۍ نمانځلۍ نو بل اړخ ته د اوکراین د پلازمینې کیف په ګډون باندې روس لخوا بمباري وشوه.
باغی ټي وي رپورټ
د نوي کال ۲۰۲۳ په شپه که په نړۍ کښې وګړو خوشحالۍ نمانځلۍ نو بل اړخ ته د اوکراین د پلازمینې کیف په ګډون باندې روس لخوا بمباري وشوه.
د بهرنیو رسنیو په وینا، پر اوکراین د روسیې له برید وروسته دا په اوکراین کې تر ټولو لوی هوايي برید دی، چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او تر ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
اوکراین ادعا کړې چې د روسیې له خوا توغول شوي ۲۰ توغندي د اوکرایني ځواکونو له خوا ویشتل شوي دي.د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې له بریدونو وروسته په خپل ویډیويي وینا کې وویل چې په نړۍ کې هیڅوک به روسیه ونه بښي چې پر ملکي وګړو د توغندیو بریدونه وکړي.
هغه وويل چې له ايستر او کرسمس وروسته روسيې هم د نوي کال په رارسېدو پر ملکي وګړو بمباري وکړه، روسيه له شيطان سره ده.ولادیمیر زیلینسکي وویل چې ولادیمیر پوتین د روسیې راتلونکی تباه کوي، هیڅوک به هغه د ترهګرۍ لپاره ونه بخښي.