پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) اسلام آباد هائي کورټ کښې د بلدياتي انتخاباتو نه کولو په ضد د توهين عدالت درخواست جمع کړے دے

0
94

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) اسلام آباد هائي کورټ کښې د بلدياتي انتخاباتو نه کولو په ضد د توهين عدالت درخواست جمع کړے دے۔

علي نواز اعوان د اسلام اباد هائي کورټ کې د توهين عدالت درخواست جمع کړی، چې پکې ويل شوي چې په اسلام اباد کې نن د بلدياتي انتخاباتو د ترسره کولو په پرېکړه عمل نه دی شوی.
درخواست کې غوښتنه شوې چې د عدالت د حکم خلاف ورزي کې ککړو کسانو خلاف دې کارروائي وشي.

د توهين عدالت درخواست کښې داخله سيکرټري، د کابينې سيکرټري او اليکشن کميشن اړخونه جوړ کړي شوي دي۔ياده دي وي چي تيره ورځ اسلام آباد هائي کورټ اليکشن کميشن ته حکم ورکړے وو چي نن (دسمبر 31) په وفاقي پلازمينه کښي بلدياتي ټولټاکني ترسره کړي ولي وفاقي حکومت اليکشن کميشن ته سکيورټي ورکولو نه انکار کړي وو او انتخابي کارکونکي په فوري توګه موجود نه وو۔ د دې له امله چې د محکمې په حکم نن ټاکنې ترسره نه شي.

Leave a reply