پي ټي آئي اسلام آباد کښې د بلدياتي انتخاباتو نه کولو د اليکشن کميشن د برطرفه کولو غوښتنه کړې ده

0
62

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر اسد عمر په اسلام اباد کې د بلدیاتی انتخاباتو نه کولو په وفاقي حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې مونږ میدان کې یو، راشئ او مونږ سره وجنګیږئ.

اسد عمر په خپله وینا کې حکومت ته په خطاب کې وویل چې راشئ او موږ سره وجنګیږئ، ووټران ستاسو په انتظار دي.

د پاکستان د تحریک انصاف مشر د انتخاباتو له کمېشن څخه هم پوښتنه کړې چې تاسو ولې تیار نه یاست؟ د اليکشن کمېشن دا خبره څنګه انصاف کولے شي چې ووايي چې دوي تيار نه وو نو عدالت دې د اليکشن کميشن برطرفه کړي۔

فواد چوهدري وويل په اسلام اباد کې ووټران د پولنګ سټيشن بهر ولاړ دي خو د عدالت د واضح حکم باوجود انتخابات ځنډول شوي دي.

هغه وويل، حکومت له رايو وېرېږي، د ټاکنو ګوډاګي کمېشنر له خلکو او اساسي قانون سره ملنډې وهي، له محکمې غواړي چې خپله پرېکړه عملي کړي او د محکمې د سپکاوي په اړه اقدام وشي.

شيرين مزاري وويل که څه هم دانتخاباتي کميشن په تعصب کې کوم شک موجود وؤ هغه په ​​ډاگه کړل شوى ؤ، اي سي پي دعدالت دحکم باوجود نن دبلدياتي انتخاباتو اجازه نۀ ورکولو سره دعدالت سپکاوى کړى دى اؤ بايد په سمدستي توگه استعفى وکړي.

Leave a reply