د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ غړې عایشه ګلالۍ ویلي دي چې په ۲۰۱۷ کال کښې ی ولس ته د عمران خان اصلیت ور په ګوته کړې وو

0
109

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ غړې عایشه ګلالۍ ویلي دي چې په ۲۰۱۷ کال کې ولس ته د عمران خان د اصلیت ور په ګوته کړې وو، خو اوس د آډیو او ویډیو له مخې ولس پوه شوی وي.

په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال عایشه ګلالۍ وویل چې د پاکستان راتلونکی له سخت خطر سره مخامخ دی.د عمران خان په اړه هغه وویل چې دا سړی منافق دی، دوه مخونه لري، یو مخ یې اسلامي ټچ دی او بل یې آډیو لیک دی، د پي ټي ايي د فحشا له امله د پاکستان راتلونکې په خطر کې ده.

ده ووئيل چې دا ثابته شوه چې پي ټي آئي د هند او اسراييلو له خوا تمويلېږي، سترې محكمې د عمران خان په سياست ټول عمر بنديز ولګاوه۔ګلالۍ وويل چې عمران خان د خپلو سلاکارانو په وسيله زما د خور پر روغتون بريد وکړ، له روغتون څخه يې زمونږ د ميليونونو روپيو طبي سامان وتښتولو، هغې اوویل چې ډي پي او هم له همکارۍ انکار وکړ.

عایشه ګلالۍ اوویل چې خېبرپښتونخوا څخه سري لنکا جوړه شوې ده ، څوک هم صوبې ته هيڅ قرض نه ورکوي، ترهګري بيا راپورته شوې او پیل شوي ده او پي ټي آئي د ترهګرۍ ملاتړ کوي۔

Leave a reply