د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې رانا ثنا بايد په واضحه توګه ووايي چې مسلم ليګ ن به په ټولټاکنو کې ماتې وخوري

0
98

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې رانا ثنا بايد په واضحه توګه ووايي چې مسلم ليګ ن به په ټولټاکنو کې ماتې وخوري نو ځکه انتخابات نه شي کيدلی.

فواد چوهدري وئيلي دي چې که دکورنو چارو وزير رانا ثناءالله بلدياتي انتخابات هم نه شي کولاى نو استعفا دې ورکړي.
ده ووئيل كه نن ټاكنې ونشي نو پي ټي آئي به د توهين عدالت كاروائي وكړي۔

له دې وړاندې دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي وؤ چې اسلام اباد کې سبا بلدياتي انتخابات نۀ شي کيدى.

جيو نيوز سره خبرو کې رانا ثناء الله وويل چې امنيتي ګواښونه هم شته، انتظامات پکار دي او بلدياتي انتخابات به له څلورو نه تر پنځو مياشتو پورې کيږي.

هغه وويل چې دوه نيم کاله وړاندې بلدياتي ادارې ختمې شوې، که دومره اوږد انتظار وکړو نو په دوه میاشتو کښې به کوم قیامت راشي.

Leave a reply