د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کښې د اوړو بیعې زیاتې شوي دي، اولس د اوړو د زیات نرخ له وجهې سر ټکوی او سختو مالي ستونزو سره مخ شوي دي

0
102

باغی ټي وي رپورټ
په ټول هېواد کې د اوړو بيه نوره هم لوړه شوې او ښاريانو ته د ډوډۍ خوړل ستونزمن شوي دي.

په کوټه کې د اوړو د شل کیلو بورۍ بیه له ۱۰۰ نه ۲۵۰۰ نه تر ۲۶۰۰ روپو پورې ګرانه شوې ده. په دې اونۍ کې د اوړو د شل کیلو بورۍ بیه ۲۰۰ روپۍ لوړه شوې ده.
په پېښور کې د اوړو د شل کلو بورۍ بيه ۳۰۰ روپۍ لوړه شوې او ښه اوړه له ۲۶۰۰ نه تر ۲۷۰۰ روپو پورې خرڅېږي.

په کراچۍ کې د یو کیلو اوړو بیه ۱۳۰ روپۍ ده.

بل لوري ته د اطلاعاتو صوبائي وزير شرجيل ميمن دعوه کړې ده چې سندهـ کې اوړه په ٦٥ روپۍ في کيلو ورکول کيږي او دغه اوړه هره ورځ په لکونو کورنيو ته ورکول کيږي.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کښې هم د اوړو بیعې زیاتې شوي دي، د ځای اولس مطابق په لنډیکوتل کښې د ۲۰ کلو ګرام د اوړو کڅوړې نرخ ۲۶۰۰ شپږ ویشت سوه روپیو ته اوچت شوي دي چې غریب او مزدوار کار خلق ی د سختو مالي ستونز سره مخ کړي دي.

Leave a reply