د مايع پټروليم ګيس (ايل پي جي) د يو کورني سلنډر په بيه کې 136 روپۍ 86 پيسې کمې شوې دي
باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د مايع پټروليم ګيس (ايل پي جي) د يو کورني سلنډر په بيه کې 136 روپۍ 86 پيسې کمې شوې دي.
د تیلو او ګیس ریګولیټري اتھارټی (اوګرا) لخوا جاري شوي نوټیفیکیشن له مخې د ایل پی جی نوې نرخونه به د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه نافذ شي.
د اوګرا نوټيفيکيشن له مخې د جنورۍ له لومړۍ نيټې څخه به د 11.8 کلوګرام کورني سلنډر ايل پي جي قيمت 2411 روپۍ 29 پيسې وي.
یاده دې وي چې په ټول هیواد کښې د اوړو بيعه نوره هم لوړه شوې او ښاريانو ته د ډوډۍ خوړل ستونزمن شوي دي.
په کوټه کې د اوړو د شل کیلو بورۍ بیه له ۱۰۰ نه ۲۵۰۰ نه تر ۲۶۰۰ روپو پورې ګرانه شوې ده. په دې اونۍ کې د اوړو د شل کیلو بورۍ بیه ۲۰۰ روپۍ لوړه شوې ده.