په اسلام اباد کې د دسمبر په ۳۱مه د بلدياتي انتخاباتو کولو د عدالت پرېکړې په اړه د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان غبرګون مخې ته راغلی دی

0
207

باغی ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې د دسمبر په ۳۱مه د بلدياتي انتخاباتو کولو د عدالت پرېکړې په اړه د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان غبرګون مخې ته راغلی دی.

عمران خان وئيلي دي چې د بلدياتي انتخاباتو په اړه د عدالت په حکم د اسلام آباد خلقو ته مبارکي وړاندې کوم، دا د ملک بد قسمتي ده چې اليکشن کميشن هم په ملک کښې مسلطه شوې کرپټ ډلې سره ګډ دے.عمران خان وويل چې اليکشن کميشن تل ددغو غلو په ملاتړ د جمهوريت خلاف فيصلې کوي، معزز عدالتونه تل د اليکشن کميشن غيرقانوني پريکړې ردوي، د اسلام اباد خلک بايد سبا په بلدياتي انتخاباتو کې پوره برخه واخلي.
ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ اليکشن کميشن ته حکم کړے وو چي په وفاقي پلازمينه اسلام آباد کښي دي بلدياتي انتخابات سبا (د دسمبر په 31مه) د شيډول مطابق ترسره کړي۔

Leave a reply