د اسلام اباد هائي کورټ د انتخاباتو کمېشن ته امر کړی چې په وفاقي پلازمينه اسلام اباد کې دې د مهالوېش سره سم بلدياتي انتخابات د دسمبر په ۳۱ مه نېټه ترسره شي

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د انتخاباتو کمېشن ته امر کړی چې په وفاقي پلازمينه اسلام اباد کې دې د مهالوېش سره سم بلدياتي انتخابات د دسمبر په ۳۱ مه نېټه ترسره شي.
اسلام اباد هائي کورټ د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو په ضد د علي نواز اعوان او جماعت اسلامي په درخواستونو فيصله کړې او هائي کورټ درخواستونه منلي دي۔
د اسلام اباد هائي کورټ جسټس ارباب محمد طاهر دا فيصله اورولې او د انتخاباتو د ځنډولو نوټيفيکيشن يې معطل کړی دی.سترې محکمې اليکشن کمېشن ته امر کړی چې بلدياتي انتخابات دې د ډسمبر په ۳۱ مه نېټه له مهالوېش سره سم ترسره کړي.
د اسلام اباد هائي کورټ ليکلي فيصله جاري کړې چې پکې عدالت امر کړی چې وفاقي حکومت دې د انتخاباتو په يقيني کولو کې د اليکشن کميشن سره مرسته وکړي.
محکمې د دسمبر په ۱۹مه د کورنیو چارو وزارت او د د سمبر د ۲۷مې د ټاکنو کمېسیون حکم هم لغوه کړ.






