د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه کې د ترهگرو په ضد د عملياتو په چټکولو اتفاق شوى دى

0
90

باغی ټی وی رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه کې د ترهگرو په ضد د عملياتو په چټکولو اتفاق شوى دى.

د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه چې پكښې د وسله والو ځواكونو مشرانو او وفاقي وزيرانو ګډون وكړو۔ په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله، د خزانې وزیر اسحاق ډار، د دفاع وزیر خواجه اصف او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر هم ګډون درلود.

د پوځي چارواکو له لوري د ملي امنيت کمېټې ته د هېواد په ټوليز امنيتي وضعيت بريفنګ ورکړل شو او په غونډه کې د ترهګرۍ په وروستۍ څپې کې د شهيد شويو کسانو روح ته دعا هم وشوه. دسرچينو ترمخه پوځي چارواکو ته دنيشنل ايکشن پلان په ټولو ټکو دعملي کولو په اړه بريفنگ ورکړل شو.په غونډه کې دمرکز اؤ صوبو ترمينځ رابطه ښه کولو لپاره دنيکټا کردار په اړه بريفنگ ورکړل شو.

سرچینه زیاتوي، چې د ملي امنیت کمېټې په غونډه کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه بریفنګ ورکړل شو، چې د استخباراتي ادارو د بریفنګ په رڼا کې به د ملي امنیت کمېټه د مهمو پرېکړو منظوري ورکوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ملي امنيت د کمېټې په غونډه کې د ترهګرو پر وړاندې د عملياتو پر چټکتيا هوکړه وشوه او پرېکړه وشوه، چې له سختو لارو ترلاسه شوې سولې ته به د ګډوډۍ اجازه نه ورکول کېږي.

دسرچينو له مخې وزيراعظم په دغه ليدنه کې وويل دترهه گرۍ په ضد به په عزم اؤ ارادې سره پرمختگ ته دوام ورکوي، هغه څوک چې دملک سلامتۍ ته چيلنج کوي هغوي ته به دپټو ځايې نۀ وي.

ده ووئيل وزيراعظم ووئيل د ولس دعاګانې د خپلو زړورو ځواكونو سره دي۔

دسرچينو له مخې دقومي سلامتۍ کميټۍ په غونډه کې به د مهمو پريکړو په اړه اعلاميه هم جاري کړل شي.

ياده دي وي چي تيره ورځ وزيراعظم شهباز شريف سره د آرمي چيف جنرل عاصم منير هم ملاقات کړي وو چي پکښي د ملک په سلامتي چارو خبري اتري شوي وو۔

Leave a reply