د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو په غونډه کې د شوې پرېکړې له مخې به نن (جمعه) د ګرانۍ پر ضد په ټول هېواد کې احتجاج پیل شي

0
126

باغی ټی وی رپورټ
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو په غونډه کې د شوې پرېکړې له مخې به نن (جمعه) د ګرانۍ پر ضد په ټول هېواد کې احتجاج پیل شي.

د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چي د پي ټي آئي ممبران به په خپلو حلقو کښي د احتجاج مشري کوي

د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چي د پي ټي آئي ممبران به په خپلو حلقو کښي د احتجاج مشري کوي۔

ياده دې وي چې د عمران خان په مشرۍ کې د لاهور په زمان پارک کې د ګوند د مشرانو په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې پي ټي ايي به د جمعې له ورځې احتجاجي حرکت بيا پيلوي.

د غونډې وروستو ميډيا سره خبرو كښې د پي ټي آئي مشرانو اوويل چې تحريك انصاف د خرابې اقتصادي صورتحال، د ګيس او بجلۍ لوډشيډنګ، د پخلنځي د سامانونو د آسماني نرخونو په ضد د جمعې نه په ټول هېواد كښې احتجاجي تحریک پېل كوي۔

هغه وویل چې درې اونۍ وروسته به خدای مکړه عمران خان په دې تحریک کې شامل شي او د دغه حکومت تر ختمیدو پورې به په سړکونو کې اوسو.

Leave a reply