په کراچۍ کښې د ترهګرۍ او ناامنۍ پیښې زیاتې شوي دي، د کراچۍ په اورنګي ټاون سيمه کې د عوامي نيشنل ګوند ځايي مشر شېرخان په ډزو وژل شوی دی
باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په اورنګي ټاون سيمه کې د عوامي نيشنل ګوند ځايي مشر شېرخان په ډزو وژل شوی دی.
د پولیس وینا ده چې د اورنګي ټاون څلور نمبر قبرستان سره نزدې په ډزو کې یو تن وژل شوی دی.
پوليس وايي د وژل شوي کس پيژندګلو د شيرخان په نوم شوې ده او وژل شوي تن د عوامي نیشنل ګونډ پارټۍ سره تعلق لري.
د پولیسو په وینا وژل شوی کس په سر لګېدلی او مړ شوې دې ،د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، د پېښې له ځايه شواهد راټول شوي او پلټنې پېل شوي دي.