د تحريک انصاف مشر اسد قيصر وايي وفاقي حکومت تحريک انصاف ته د اوږدمهاله عبوري حکومت وړانديز کړی دی او هيڅ داسې کوم د آئين په ضد وړانديز به نه مني

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف مشر اسد قيصر وايي وفاقي حکومت تحريک انصاف ته د اوږدمهاله عبوري حکومت وړانديز کړی دی او هيڅ داسې کوم د آئين په ضد وړانديز به نه مني.
د تحريک انصاف مشر اسد قيصر د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې د خبرو په وخت وئيلي دي چې د قامي اسمبلۍ سپيکر د تحريک انصاف د غړو استعفې په سياسي بنيادونو نه مني۔
اسد قیصر وویل چې ددوي حکومت چې کومه طریقه پرمخ وړي هغه دهیواد سره ظلم دی، په قانون کې د اوږدمهاله موقت حکومت گنجائش نشته، له حکومت سره په پټه خبرو کې شامل شوم، زما څخه د اوږدمهاله موقت حکومت په اړه پوښتنه وکړه. د حکومت غړو غیر رسمي خبرې کړې دي.
پروګرام کښې د خبرو په وخت وفاقي وزير خرم دستګير خان وئيلي دي چې د اوږدمهاله عبوري حکومت وړانديز په غير رسمي خبرو کښې شوې وو ولې داسې کوم وړانديز په رسمي توګه نه دې شوې۔





