په روانه میاشت کې د پېښور په درې لویو روغتونونو کې ۱۷۵ ماشومان د سینه بغل له امله مړه شوي دي
باغی ټی وی رپورټ
په روانه میاشت کې د پېښور په درې لویو روغتونونو کې ۱۷۵ ماشومان د سینه بغل له امله مړه شوي دي.
د وياند ترمخه تر ټولو زيات ماشومان په خيبر ټيچنګ هسپتال کښې مړه شوي چرته چې د سينه بغل نه ۴۴۷ ماشومان راوړل شوي چې پکښې ۱۵۳ ماشومان د زکام او سينه بغل له وجې مړه شوي دي۔ د حيات آباد ميډيکل کمپلکس وياند وئيلي دي چي په هسپتال کښي د سينه بغل له وجي لس ماشومان مړه شوي دي۔
د ليډي ريډنګ روغتون وياند ترمخه روغتون ته په سينه بغل اخته ۳۰۰ ماشومان راوړل شوي وو چې له ډلې يې ۱۲ ماشومان مړه شوي دي.